پنټاګون وايي چې امریکايي قوماندانانو خپلو روسي سیالانو ته د سوریې په ختیځ کې پر هغو وسله والو چې امریکا یې ملاتړ کوي د حملو په ځواب کې د سوریې د حکومت پلوو ځواکونو پرضد د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په اړه مخکې خبر ورکړی و.
د پنټاګون ویاندې ډانا وایټ Dana Whiteپرون خبریالانو ته د وینا پرمهال په دې اړه څه ونه ویل چې آیا په دې عملیاتو کې په لسګونه وژل شویو کسانو کې روسي پوځیان یا اجیر سرتېري هم شامل دي کنه.
د امریکا پوځ وايي چې دا عملیات یې د فرات سیند په ختیځ کې په دیرالزور ولایت کې ترسره کړي.
مېرمن وایټ وویل چې متحده ایالات د سوریې له رژیم سره لانجه نه غواړي خو د ځان دفاع خپل حق ګڼي.
د امریکا په مشرۍ پوځي ماموریت مخکې ویلي و چې د چارشنبې په ورځ د سوریې د دیموکراټیکو ځواکونو پر مرکز د برید پرمهال د ائتلاف سلاکاران له هغو سره یو ځای و.
د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس وروسته دا حمله حیرانوونکې وبلله او ویې ویل چې د دوی د لومړنیو څېړنو له مخې په بریدکوونکو کې روسي پوځیان نه وو.