اروپايي ټولنه له افغانستان سره د همکارۍ نوی پړاو پیلوي

اروپايي ټولنه له افغانستان سره د همکارۍ او مشارکت د نوي پړاو د پیلېدو خبر ورکوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او د امنیتي پالیسۍ څانګې ویاندې مایا کوجي یانچیچ Maja Kocijancic آزادي راډيو ته وویل چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو د څانګې مشرې فدریکا موګرېني او د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي پرون په بروکسل کې سره وکتل او په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګولو کې د دواړو خواوو پر کلکه ژمنه ټینګار وکړ.

مېرمن کوجي یانچیچ وویل چې وروسته د افغانستان او اروپايي ټولنې د مشارکت او همکارۍ د ګډې کمېټې لومړۍ غونډه جوړه شوه:

"ګډې کمېټې دوه کاري ډلې جوړې کړې چې یوه د بشري حقونو، ښې حکومتوالۍ او مهاجرت په اړه او دوهمه د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په اړه بحث وکړي."

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو څانګه وايي چې ګډه کمېټه دواړو خواوو ته دا امکان برابروي چې په افغانستان کې د اصلاحاتو د اجنډا په اړه بحث وکړي.

پر دې پروګرام د ۲۰۱۶ کال په اکټوبر میاشت کې د بروکسل په کنفرانس کې موافقه شوې وه.