د کندهار چارواکي: د یوه خبریال په دفتر کې د چاودېدونکو توکو ډک مایک نیول شوی

د کندهار چارواکي ادعا کوي چې د یوې خصوصي راډيو د نیول شوي مسؤل او خبریال په دفتر کې يې د چاودېدونکو توکو ډک مایک نیولی دی.

دغه خبریال چې احمد الله څرګند نومېږي دوه میاشتې مخکې د ملي امنیت د ادارې له‌خوا نیول شوی چې اوس هم په توقیف کې دی.

د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا د پنجشنبې په ورځ له خبریالانو سره د یوې ځانګړې ناستې پر مهال وویل چې د دغه مایک په وسیله د حملې هدف دی وو.

والي زیاتوي چې د تېرو دوو میاشتو راهیسې د کشفي او استخباراتي ادارو له لوري ورته خبر ورکړل شوی و چې د مایک بم په واسطه به ورباندې حمله کېږي.

بشپړ جزئیات‌یې د ازادي راډیو د خبریال محمد صادق رښتیني په دې راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د رښتیني راپور