د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد له کانونو څخه د خلکو د څارنې یوه نوې پروسه پر لاره اچولې ده.
د دې وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيوته وویل، تر اوسه له ۴۰ ډېرو مدني بنسټونو په دې برخه کې لېوالتیا ښودلې ده.
هغه وویل، له دې اقدامه د کانونو او پټرولیم وزارت هدف د دغه وزارت له کاره د خلکو د څار ډېرول دي.