امریکا وايي، افغانستان‌یې د عملیاتو په اصلي محور بدل شوی

د ناټو یو جګپوړی چارواکی وایي چې په عراق او سوریه کې د امریکایي ځواکونو د شمېر له کمېدو وروسته افغانستان د امریکا د هوایي ځواکونو د عملیاتو په اصلی محور بدل شوی دی.

په افغانستان کې د ناټو د هوایي عملیاتو د قوماندانۍ مشر جېمز هکر «James Hecker» وویل، په عراق او سوریه کې د وروستیو بریاوو په نتیجه کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ اساسي هڅې اوس پر افغانستان متمرکزې شوي.

هغه چې پنتاګون کې خبریالانو ته څرګندونې کولې دغه‌راز وویل چې په دې سره به له افغان ځواکونو سره د مرستې په برخو کې زموږ وړتیاوې ډېرې ښې شي.

هکر زیاته کړه که څه هم په وروستیو میاشتو کې ډېرې حملې افغان هوایي ځواکونه ترسره کوي، خو ائتلافي ځواکونو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په یوه اوونۍ کې په متوسط ډول ۲۵ حملې ترسره کړې دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان په شمال کې یې د وسله‌والو طالبانو پر ضد نوې هوایي حملې ترسره کړې دي.

په دغو بمباریو کې له امریکایي «بي-۵۲» الوتکو هم کار اخیستل شوی وو.