شمالي کوریا وايي نه‌غواړي په سوئل کې له امریکايي پلاوي سره وګوري

شمالي کوریا وایي، نیت نه‌لري چې د جنوبي کوریا د المپیک په ژمنیو لوبو کې چې رسماً سبا پیلېږي، له امریکایي چارواکو سره وګوري.

دا خبر د پیونګ یانګ رسمي خبري آژانس «KCNA» ورکړی دی.

په خبر کې د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي چویونګ سام له قوله ویل شوي چې ویلي یې دي، موږ په هېڅ صورت نیت نه‌لرو چې له جنوبي کوریا د کتنې په ترڅ کې له امریکایي چارواکو سره وګورو.

د هغه په وینا موږ هېڅکله هم د خبرو لپاره امریکا ته زارۍ نه‌دي کړي او نه به‌یې وکړو.

خو له دې سره سره یو شمېر کتونکي د دواړو لورو ترمنځ د کتنې احتمال نه‌ردوي.

ټاکل شوې چې سبا ته د پیونګ چانګ د المپیک لوبو د رسمي پرانیستنې په مراسمو کې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس ګډون وکړي.

هغه خپلو اسیایي متحدینو ته ویلي چې متحده ایالات به ډېر ژر پر پیونګ یانګ د اټمي او توغندیو د پروګرامونو په خاطر نوي سخت بندیزونه ولګوي.