د امریکا د استازو جرګې د اقلیت ډموکراتانو مشرې پرون څه باندې اته ساعته وینا وکړه چې د دې جرګې په تاریخ کې یې ساری نهدی لیدل شوی.
ننسي پلوسي په دغې وینا سره چې اته ساعته او اووه دقیقې یې دوام وکړ، هڅه وکړه چې د مهاجرت د اصلاح لپاره د ډموکراتانو غوښتنې ومنل شي.
پلوسي خبرداری ورکړ چې که جمهوري غوښتونکي د هغو ځوانو مهاجرینو چې په ماشومتوب په غیر قانوني ډول امریکا ته راوستل شوي، د خوندیتوب لپاره کلکه ژمنه ونهکړي، هغې بودجې ته به رأیه ورنهکړي چې د دواړو ګوندونو لهخوا پرې سلا شوې ده.
۷۷ کلنې پلوسې د وینا په یوې برخه کې د ځوانو مهاجرینو کیسې چې هغوی د ارمانونو یا خوب لیدونکو په نوم یادېږي، ولوستې او ټینګار یې وکړ چې په امریکا کې د هغوی پاتې کېدل ډېرې ګټې لري.
د ډاکه «DACA» په نوم د هغه پروګرام له مخې چې مخکېنۍ ادارې تصویب کړی و، ټولو دغو مهاجرینو ته د پاتې کېدو اجازه ورکول کېده، خو دغه پروګرام ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېر سپټمبر میاشت کې لغوه کړ چې د اعتبار مودهیې د مارچ په لومړیو کې ختمېږي.
له هغې وروسته دغه مهاجر له دې هېواده د ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي.
له دې مخکې په سنا جرګه کې د ستروم تورنموند په نوم یوه سناتور د ۱۹۵۷ کال د مدني حقونو د قانون په اړه په وینا سره چې ۲۴ ساعته او اتلس دقیقې یې دوام کړی و، ریکارډ ټینګ کړی و.