په پاکستان کې د الکترونیکي رسنیو د څارنې او تنظیم ادارې ټولو ټلوېزیوني شبکو او راډیوګانو ته خبرداری ورکړی چې د داسې پروګرامونو له خپرولو ډډه وکړي چې د عاشقانو د ورځې «Valentine’s Day» په اړه تبلیغ پهکې شوی وي.
په پاکستان کې تېر کال، د فبرورۍ په لومړۍ نېټه، محکمې په عمومي ځایونو او دولتي دفترونو کې د دې ورځې د لمانځلو پر ترتیباتو بندیز ولګاوه.
محکمې همداراز له رسنیو غوښتنه کړې وه چې په اړهیې له خپرونو ډډه وکړي.
د الکترونیکي رسنیو د څارنې او تنظیم خپلواکې ادارې پر ټویټر پرون چهارشنبه وویل چې د محکمې حکم پر ځای دی او سږ کال هم باید رسنۍ د داسې مراسمو له لمانځلو او تبلیغه ډډه وکړي.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین په ۲۰۱۶ میلادي کال کې خلکو ته په وینا کې وویل چې د مینانو ورځ لمانځل د مسلمانانو دود نهدی، له پاکستاني فرهنګ سره هېڅ تړاو نهلري او خلکو ته ښايي چې له لمانځلو یې ډډه وکړي.