په ننګرهار کې د داسې امبولانسونو پر فعالیت بندیز ولګېد چې د عامې روغتیا له ریاست سره د ثبت اسناد نهلري.
د ننګرهار د والي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پرون چهارشنبه امنیتي ادارو او د عامې روغتیا ریاست ته سپارښتنه وشوه چې د غیر ثبت شویو امبولانسونو د فعالیت مخنیوی وکړي.
خپرپاڼه وايي، د ننګرهار نظامي شورا د جلالاباد د امنیت ټینګولو لپاره د تورو ښيښو، جعلي نمبر پلېټ لرونکو او بېنمبر پلېټه موټرو د فعالیت د مخنیوي لپاره د روان کمپاین پر لا چټکېدو خبرې کړې دي.
د پولیسو په وینا، په هغه انتحاري حمله کې چې د جنورۍ پر ۲۷ یې کابل ته ټکان ورکړ له امبولانسه کار اخیستل شوی و.
په هغه برید کې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.