د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وایي، متحده ایالات به په راتلونکو ورځو کې د شمالي کوریا پر وړاندې تر ټولو سخت او ځپونکي اقتصادي بندیزونه اعلان کړي.
پنس دا اعلان نن د جاپان له صدراعظم شنزو ابې سره تر خبرو وروسته وکړ.
نوموړی چې په جنوبي کوریا کې د ۲۰۱۸ کال د پیونګ چانګ ژمنیو المپیک لوبو په افتتاحیه مراسمو کې د امریکایي پلاوي مشري کوي، ویلي چې متحده ایالات به ډېر ژر دغه سخت اقتصادي بندیزونه اعلان او تر هغو به د شمالي کوریا منزوي کېدو ته دوام ورکړي څو دغه هېواد د تل لپاره د خپل اټمي او بالیستیک توغندویو پروګرامونه بند کړي.
امریکایي چارواکو ویلي تمه ده دغه نوي اقتصادي بندیزونه د پیونګ چانګ لوبو تر نتایجو دمخه ولګول شي.
دا لوبې د فبرورۍ پر نهمه پیلېږي او د دې میاشتې تر وروستیو پورې دوام کوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر په پام کې لري د فبرورۍ پر اتمه د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جه-ان «Moon Jae-in» سره وګوري.
مایک پنس د دغې ژمني المپیک مراسمو پر مهال د شمالي کوریا له چارواکو سره لیدل نهدي رد کړي او خبریالانو تهیې ویلي:
"وبه ګورو چې څه کېږي."