د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له پنتاګون څخه غوښتي چې په واشنګټن کې د ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې یو لوی پوځي پرېډ پلان کړي څو د امریکا پوځي طاقت ولمانځي.
د دې پلان په اړه تر دې وړاندې د فبرورۍ پر ۶مه د واشنګټن پوست لهخوا راپور ورکړل شو او وروسته د سپینې ماڼۍ د ویاندې "سارا سنډرز" لهخوا تأیید شو.
ټرمپ د جنورۍ پر ۱۸مه له لوړپوړو پوځي چارواکو سره د لیدو پر مهال دا وړاندیز کړی دی.
واشنګټن پوسټ لیکلي، ولسمشر ټرمپ غواړي په روان میلادي کال کې یو پراخ پوځي پرېډ ترسره شي، خو دقیقه نېټهیې نهده اعلان شوې.
ډموکراتانو دا پلان د شمالي کوریا او چین د رژیمونو لهخوا د قدرت ښودلو نندارو سره مقایسه کړ.
وروستی ځل چې په واشنګټن کې دا ډول پرېډ ترسره شو، د ۱۹۹۱ کال د جون میاشت وه چې ۸۸۰۰ امریکایي سرتېري د عراق پر وړاندې د خلیج له جنګه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي و.