ولسوال: د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې ۴ پولیس وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې تېره شپه ۴ پولیس وژل شوي او دغه‌راز ۲ پولیس او ۲ د ملي اردو سرتېري ټپیان شوي دي.

د چورې ولسوال امین‌الله خالقي نن چهارشنبه ناوخته ازادي راډيوته وویل چې یادو پولیسو ته دغه مرګ ژوبله د وسله‌والو طالبانو د یوه کمین پر مهال اوښتې ده.

نوموړی وايي چې په وژل شویو پولیسو کې د پوستې یو قوماندان هم شامل دی.

ښاغلي خالقي وویل چې وسله‌وال تر برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

وسله‌والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.