د هلمند کروندګر د خپلو محصولاتو لپاره بازار غواړي

د هلمند ولایت د سوداګرۍ ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د کروندګرو د کرنیزو محصولاتو په ځانګړي ډول جوارو او پنبې لپاره د لازمو بازارونو د نه‌موجودیت له امله کروندګر اړ دي چې خپل محصولات د خرڅلاو لپاره ګاوندي هېواد پاکستان ته ولېږي.

د دغه ریاست مشر نظر محمد نن ازادي راډيو ته وویل، که چېرې په دغه ولایت کې د کروندګرو د کرنیزو محصولاتو لپاره ښه بازار جوړ شي د دوی اقتصادي وضعیت به ورسره ښه او د کوکنارو له کښت نه به هم لاس واخلي.

افغان کروندګر هم د دوی کرنیزو محصولاتو ته د لازمو بازارونو د نه‌موجودیت له امله شکایت کوي وايي، باید مسؤلین دې برخې ته هم پام واړوي.