پکتیکا کې وزیرستاني کډوال: څو میاشتې مو مرستې نه دي ترلاسه کړي

د پکتیکا د برمل په سرحدي ولسوالۍ کې یو شمېر مېشت وزیرستاني کډوال وايي چې له څو میاشتو راهیسې دوی ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې نه‌دي ورکړل شوي.

دوی زیاتوي، د پکتیکا ژمی د ډېرو سیمو په پرتله سوړ دی، خو دوی نه سمې خیمې لري، نه ورته د اړتیا وړ د سونګ توکي ورکړل شوي او د خوراکي توکو مرسته هم پرې بنده شوې ده.

کډوال وایي چې ساړه دي، د هېڅ شي درک نه‌لري، د میاشتنیو مرستو ژمنې ورسره شوي، خو دا څو میاشتې کېږي چې مرستې نه‌دي وروړل شوي.

بل‌خوا د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وايي، په برمل کې مېشتو وزیرستاني کډوالو سره مرستې کېږي او ښه بېلګه‌يې هغوی ته د ژمنیو مرستو په لړ کې د زرګونو خیمو، زرګونو کمپلو، زرګونو پټوګانو تر څنګ، د سونګ لرګي وو چې په دې وروستیو کې هغوی ته وېشل شوي، خو زیاتوي چې له کډوالو سره د خوراکي توکو د مرستو په باب د وزیرستاني کډوالو په شان ځايي اداره هم راضي نه‌ده.

د پکتیکا والي وویل، له اړوندو ادارو سره په اړیکه کې دي چې ډېر ژر دوی ته مرستې پیل کړي.

په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ له‌خوا د ۲۰۱۴ میلادي کال د جون په نیمايي کې د پوځي عملیاتو له پیلېدو وروسته، د یاد هېواد یو شمېر کډوال خوست او پکتیکا ولایتونو ته راکډه شوي دي.