په شمالي وزیرستان کې راکټي برید ۲ پاکستاني پوځیان وژلي

افغان پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر برید شوی چې د چارواکو په خبره دغه سرتېرو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستاني رسنۍ د شمالي وزیرستان د ځايي امنیتي چارواکو په حواله وايي چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ سهار د شمالي وزیرستان د میر علي تحصیل په عیدک نومې سیمه کې شوې ده.

د چارواکو په خبره، په دغې سیمه کې په کمین کې ناستو وسله‌والو د پاکستاني پوځیانو پر موټر راکټي برید کړی چې په نتیجه کې یې ۲ پوځیان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو تر برید وروسته سیمه محاصره کړې، تلاشي عملیات‌يې کړي او زیاتوي چې د پېښې ټپي شوي سرتېري د درملنې لپاره د بنو پوځي روغتون ته وړل شوي دي.

شمالي وزیرستان افغان پولې ته څېرمه پرته قبایلي سیمه ده چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال مخکې په‌کې د تحریک طالبان پاکستان، افغان طالبانو حقاني شبکې مرکزونه او پټنځایونه و.

خو د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په دغې سیمه کې د ضرب عضب په نوم پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې لا هم روان دي او ادعا کوي چې په دغو عملیاتو کې یې ټول ترهګر ځپلي او د هغوی مرکزونه او پټڼځایونه‌یې له‌منځه وړي دي.