د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان کولای شي چې افغان طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي او دوی ترې په دې برخه کې د مرستې تمه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سالیون پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۷» د دې هېواد د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټه کې د یوې سناتورې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان کولای شي وسلهوال طالبان د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي؟ وویل:
"یقیناً دوی «پاکستان» دا وړتیا لري چې پر طالبانو «د سولې خبرو ته د حاضرېدو» په برخه ټینګار وکړي. موږ همدارنګه باور لرو چې دوی کولای شي، طالبان په پاکستان له خوندي ځالو وباسي. دوی ښايي ونهشي کولای چې طالبان د سولې د خبرو مېز ته لاس نیولي راولي، خو دوی مرسته کولای شي او دوی د طالبانو هغه خوندي ځالې لهمنځه وړلی شي، چېرې چې دمګړۍ فعالیتونه کوي."
تېره اوونۍ په کابل کې له خونړیو بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، امریکا به نور له طالبانو سره د سولې خبرې ونهکړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۷» امریکايي سناتورانو ته وویل، د ولسمشر ټرمپ هدف د طالبانو یو شمېر ځانګړي عناصر وو چې تاوتریخوالي ته ژمن دي او خبرو اترو ته چمتو نهدي.
نوموړي وویل، افغان ولسمشر اشرف غني هم د طالبانو د دې عناصرو په اړه ورته نظر لري.