د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد وروسته له هغې چې څو ملاتړي یې ونیول شول بیا د ایران پر ځواکمنې قضایي ادارې انتقاد کړی دی.
د ایران د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب د کالیزې په مناسبت یوه لیک کې احمدي نژاد ویلي چې قضایي اداره په ایران کې د خلکو ضد د فشار د یوې اساسي ستنې په توګه بدله شوې ده.
هغه دغه لیک وروسته له هغې استولی چې د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې اته فعالان چې د احمدي نژاد ملاتړي بلل شوي، توقیف شوي دي.
د دغو فعالانو د توقیف کېدو د دلایلو په اړه سمدستي څه نهدي ویل شوي.
د راپورونو له مخې یو شمېر په ضمانت خوشې شوي دي.