د اذربایجان د ډموکراتیکو ځواکونو د ملي شورا په نوم د اپوزېسیون مشر ویلي چې دغه ائتلاف به د ولسمشرۍ لپاره هغه انتخابات چې د ولسمشر الهام علياف د فرمان له مخې له خپل وخته مخکې د اپرېل په ۱۱مه ترسره کېږي، بایکاټ کړي.
د اپوزېسیون مشر کامل حسنلي په انتخاباتو کې د نهګډون اعلان له روېټرز سره په مرکه کې چې نن خپره شوې، کړی.
له دې یوه ورځ مخکې د ولسمشر په وېبپاڼه کې هغه فرمان خپور شوی و چې د ولسمشرۍ لپاره انتخاباتیې د اکټوبر له ۱۷مې نه د اپرېل ۱۱مې ته رامخته کړي دي.
د علياف په فرمان کې له وخته مخکې د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي، خو یوازې دومره ویل شوي چې هغه د اذربایجان له اساسي قانون او د دې هېواد د انتخاباتو له قانون سره اړخ لګوي.
د ولسمشر سلاکار علي حسنوف ویلي چې دغه انتخابات ځکه مخته راوړل شوي تر څو دا یقیني شي چې هغه د کال په پای کې له مهمو کورنیو او نړیوالو پېښو سره په ټکر کې رانهشي، خو د مخالفینو یوه بل مشر عارف حاجي لي ویلي چې دغه بدلون د هغو عملیاتو یوه برخه ده چې هدفیې د اوو نورو کلونو لپاره د علياف د واکمنۍ غځول دي.