د خوست د کرنې ریاست له‌خوا په دغه ولایت کې ۵ لکه نیالګي کېنول کېږي

د خوست د کرنې ریاست په دغه ولایت کې ۵ لکه نیالګي کېنوي.

د دغه ریاست چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې يې د هوا په ګرمېدو سره له ټاکلي وخت څو اوونۍ مخکې د نیالګیو کېنول پیل کړل.

دوی وايي، سږ کال به پنځه لکه نیالګي د خوست په دولتي باغونو، حکومتي ادارو، پوهنتونونو، ښوونځیو، دیني مدرسو، پارکونو او نورو ټولنیزو ځایونو کې کېنوي.

د سې شنبې په ورځ د خوست د کرنې رئيس سمیع‌الله نصرت د یادې ادارې له‌خوا د نیالګیو د کېنولو د کمپاین په پیل غونډه کې چې د مرکزي باغ په انګړ کې جوړه شوې وه، د ازادي راډيو د مشال څانګې ته وویل، د نیالګیو د کېنولو تر څنګ به په نوي کال کې په دوه زره جریبه ځمکه باغونه هم جوړ کړي.

د خوست د کرنې رئيس زیاتوي چې د وهل شویو ځنګلونو د بیا احیا کولو لپاره هم پروګرام لري.

د نیالګیو د کېنولو د کمپاین د پیل په دغو مراسمو کې ګډونوالو اتڼونه وکړل او یو شمېر سیمه‌ییزو سندرغاړو د پسرلي د موسم په باب کنسرت هم وړاندې کړ.