په قزاقستان کې یوه ۳۰ کلنه ښځه په ۹ کاله بند محکومه شوه

د قزاقستان یوې محکمې یوه ۳۰ کلنه ښځه په دې جرم چې غوښتل یې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش سره یوځای شي، په نهه کاله بند محکوم کړه.

د قزاقستان د قراغندي د سیمې ځانګړې محکمې نن سې شنبه د ژنسایا په نوم دغه مېرمن مجرمه وپېژنده چې له دغې ترورېستي ډلې سره د یوځای کېدو لپاره یې تیاری نیولی و.

څارنوالانو وویل چې هغې سوریې ته د سفر پلان کړی و چې هلته داعش وسله والو ته د نرسې په توګه کار وکړي.

نوموړې په دې هم مجرمه پېژندل شوې چې هڅه یې کوله یو تنکی ځوان له دغې ترورېستي ډلې سره یوځای کېدو ته وهڅوي.

دغې ښځې چې په تېره سپټمبر میاشت کې توقیف شوې، په خپل جرم اعتراف نه دی کړی او ویلي یې دي چې هغې ته د قزاقستان د ملي امنیت د کمېټې د مامورینو له خوا دنده سپارل شوې وه.

د قزاقستان چارواکي وایي، د دې هېواد په سلګونو اتباعو په سوریه کې له داعش یا نورو سخت دریځو ډلو سره په جګړو کې ګډون کړی دی.