د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ حقوقي ټیم هغه ته مشوره ورکړې چې له ځانګړي قضایي سلاکار رابرټ مولر سره په مرکه کې ګډون ونهکړي.
دا خبر نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن سې شنبه ورکړی دی.
د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې څلورو سرچینو ویلي چې د ټرمپ وکیلانو اندېښنه څرګنده کړې چې ښایي ولسمشر په دغې مرکه کې غلط او متناقض معلومات ورکړي چې په دې کار سره به لوړه تر پښو لاندې کړي.
ټرمپ په تېر ډسمبر میاشت کې ویلي وو چې دی لېوال دی چې له مولر سره چې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې او د هغه د ټیم ترمنځ د همکارۍ د ادعاوو په اړه څېړنه کوي، په مرکه کې برخه واخلي.
مولر دغهراز په دې اړه هم څېړنه کوي چې ایا په دې برخه کې د عدالت مخه نیول شوې کنه؟