د لغمان د مرکز اړوند د پنج پای په سیمه کې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د وسلهوالو پر ضد پوځي عملیات کړي چې د دې ولایت د ویاند سرحدي ځواک په وینا، پهکې د مخالفینو د یو قوماندان په ګډون ۴ وسلهوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۳ مشکوک نیول شوي دي.
ښاغلي ځواک ازادي راډيو ته وویل چې د وسلهوالو مخالفینو وژل شوی سرګروپ او ډلهیې هغه کسان وو چې په يادې سیمې سربېرهیې د الینګار ولسوالۍ په استقامت په ډېری ترورېستي کړنو، د ماینونو په ځای پر ځای کولو او د وسلو په قاچاق کې لاس درلود.