په "م. م" کې د امریکا او روسیې سفیرانو د سوریې په اړه شخړه وکړه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا او روسیې سفیرانو پرون په سوریه کې د حکومت له‎خوا د وسله‎والو مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو کې د کیمیاوي وسلو د کارولو د ادعاوو پر سر په امنیت شورا کې یو ځل بیا شخړه سره وکړه.

د امریکا سفیرې نيکي هيلي پر روسیې تور ولګاوه چې د ولسمشر بشار الاسد د حکومت له‎خوا په ختیځ ښار غوطه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو له څرګندو شواهدو سره سره په دې اړه د څېړنو مخه نیسي.

مېرمن هیلي وویل، د امنیت شورا له واضحو انتقادونو سره سره په سوریه کې د کیمیاوي وسلو کارول روان دي.

روسیه چې د ولسمشر بشار الاسد د حکومت ملاتړ کوي دا ادعاوې بې‌بنسټه بللي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا د مېرمن هیلي د څرګندونو په ځواب کې وویل، د دې تورونو هدف دا دی چې د سوریې حکومت د کیمیاوي وسلو په کارولو تورن شي، په داسې حال کې چې د دې کار عامل قطعاً نه‌دی پېژندل شوی.

د سوریې حکومت هم د کیمیاوي وسلو د کارولو تورونه رد کړي.