پکتیا ولایت ته په ازمایشي ډول وارداتي برښنا ورسېدله.
د پکتیا ولایت د رسنیو دفتر څخه په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ازمایشي برښنا له کابله لوګر او بیا پکتیا ته انتقال شوې، څو د لارې په اوږدو کې احتمالي تخنیکي ستونزې که وي، وپېژندل شي او هوارې شي.
د ستونزو د نهشتون په صورت کې به په راتلونکو څو ورځو کې لوګر او پکتیا دایمي برښنا ولري.
دغه اقدام تېره ورځ د افغانستان د جنوب ختیځو ولایتونو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلل شوه.
تر دې وړاندې د لوګر او پکتیا ولایتونه د برښنا د کموالي له جدي ستونزو سره مخامخ وو.
د پکتیا د والي دفتر په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې پروژې په بریالیتوب سره به د دغو ولایتونو اوسېدونکي دایمي برښنا ته لاسرسی ولري.