د افغانستان دفاع وزارت وایي، تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې به د امریکا لهخوا افغان هوایي ځواک ته ۱۵۹بېلابېلې الوتکې ورکړل شي.
دفاع وزارت وایي، د امریکا لهخوا د مرسته شويو بلکهاک هلیکوپټرو په دوام په دې ۱۵۹ الوتکو کې چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې به د امریکا متحده ایالاتو لهخوا افغان هوایي ځواک ته ورکول کېږي، بېلابېلې محاربوي، ټرانسپورتي او کشفي الوتکې شاملې دي.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې پهدې سره به د افغان هوایي ځواک وړتیا درې برابره شي او ورسره به دغه ځواک په بشپړه توګه پر پښو ودرېږي.
ښاغلي وزیري وویل:
"د امریکا متحده ایالات ۱۵۹ هلیکوپټرې او الوتکې په پام کې لري چې افغان پوځ تهیې ورکړي. مګر د دې تر څنګ بېپیلوټه الوتکې هم ورکوي. اوسمهال د بېپیلوټه الوتکو یو کمپلکس په هلمند او یو په مزار شریف کې فعال دی. یو بل کمپلکس به په کندهار او تر هغه وروسته به په جلالاباد او هرات کې جوړ شي."
Your browser doesn’t support HTML5
د دفاع وزارت دغه مقام وایي، له شااوخوا یوه کال راهیسې د کشفي بېپیلوټه الوتکو کمپلکس پهدغه هېواد کې فعال دی چې پهخپله افغانانو لهخوا اداره کېږي او سلا مشورې امریکایي روزونکي ورکوي.
دی وایي، هڅه کوي چې دا کمپلکسونه نور هم ډېر کړي، خو جزئیاتیې ورنهکړل.
د دفاع وزارت د ویاند د ادعا له مخې د تېر کال په پرتله د افغان هوایي ځواک ورځني عملیاتو کې شااوخوا ۵۰ فیصده ډېروالی راغلی دی.
وزیري وايي:
"هره ورځ زموږ هوایي قوتونه د ځمکني قوتونو د حمایې لپاره له ۵۰ تر ۲۰۰ پورې پروازونه کوي چې دا حمایوي او اکمالاتي پروازونه دي. د دې تر څنګ هره ورځ له ۳۰ نه تر ۵۰ مستقلانه ضربې زموږ قواوې واردولی شي او دا هره ورځ جریان لري."
د افغانستان دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې د هغه څلور کلن پلان په بشپړېدو سره چې د افغان پوځ د ټولو برخو لکه د کمانډو قطعاتو، انجنیرۍ، استخباراتو، کشف، توپچي، رادار سیستم او داسې نورې نیمګړتیاوې رانغاړي، افغان پوځ په بشپړ ډول پر پښو درېدلی شي.
Your browser doesn’t support HTML5
د دغو مرستو ژمنه د امریکا متحده ایالاتو ورکړې ده.
د امریکا متحده ایالاتو په تېرو شااوخوا پنځو میاشتو کې اته بلک هاک هلیکوپټرې افغان هوایي ځواک ته سپارلې دي.
د افغان چارواکو په خبره اوسمهال لهدغو هلیکوپټرو څخه په تعلیمي برخو کې کار اخیستل کېږي او زیاتوي د اړتیا په صورت کې به له دې هلیکوپټرو څخه په عملیاتو کې هم ګټه واخیستل شي.