نامعلومو وسلهوالو د پاکستان د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې یو چینايي وګړی په ډزو وژلی دی.
د کراچۍ ښار امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د دوشنبې په ورځ ناوخته د دې ښار د کلېفټن په زمزمه نومي ځای کې یو چینايي وګړی د نامعلومو وسلهوالو لهخوا په ډزو وژل شوی دی.
د چارواکو په خبره، په کمین کې ناستو وسلهوالو هغه وخت د دغه چینايي وګړي پر موټر ناتاره ډزې وکړې چې هغه له دغې سیمې تېرېده چې په نتیجه کې یې چینایي وګړی مړ او یو لاروی ټپي شو.
له بلېخوا بیا د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر رسنیو ته ویلي چې پولیسو تر پېښې وروسته سیمه محاصره کړې، تحقیقاتیې پیل کړي او په خبرهیې چې ډېر ژر به د دغې پېښې عاملین ونیسي.
تر دې دمه لا کومې وسلهوالې ډلې په کراچۍ کې د دغه چینايي وګړي د وژنې مسؤلیت پر غاړه نهدی اخیستی.
د یادونې وړ ده چې د چین حکومت په پاکستان کې د پاکستان-چین اقتصادي دهلېز پر جوړولو بوخت دی چې د همدې پروژې په لړ کې زرګونه چینایان پاکستان ته راغلي او د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مېشت دي.