د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان دې پر افغان خاوره راکټي بریدونه بند کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه پر سرحدي سیمو د پاکستان له لوري راکټي حملې وغندلې او د نړیوالو اړیکو د اصولو خلاف‌یې وبللې.

د دغه وزارت ویاند احمد شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان باید د افغانستان اساسي غوښتنو ته پام وکړي او پوځیان‌یې باید د افغانستان پر خاوره راکټي حملې بندې کړي.

د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست وايي، پر کونړ د پاکستان له لوري وروستۍ راکټي حملې څرګندوي چې پاکستان له افغانستان سره د همکارۍ پر تعهد صادقانه عمل نه‌کوي.

راپورونه وايي، په وروستیو دوو ورځو کې د پاکستان له لوري د کنړ په دانګام، ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو کې لږ تر لږه ۳۰۰ د راکټ مرمۍ لګېدلې دي.

پاکستان تر دې مخکې ویلي چې پوځیان‌یې د افغانستان پر سرحدي سیمو په حملو کې لاس نه‌لري.