د اذربایجان ولسمشر الهام علياف د جمهوري ریاست د انتخاباتو نېټه نن دوشنبه له اکټوبره د اپرېل میاشتې ۱۱مې ته رامخکې کړه.
د اذربایجان د ولسمشر دفتر نن په دې اړه د الهام علياف فرمان خپور کړ.
په فرمان کې ویل شوي چې پرېکړه د اذربایجان د اساسي قانون او د انتخاباتو د اصولنامې په مطابقت کې شوې ده.
د اذربایجان اساسي قانون دوه کاله مخکې د ټولپوښتنې پر اساس چې ډېره بحث پارونکې وه، تدوین شو او ولسمشر الهام علياف تهیې اجازه ورکړه چې وختي انتخابات راوبولي.