د پاریس د خونړیو حملو په تړاو نیول شوی مشکوک محکمې ته هېڅ نه‌وایي

د صلاح عبدالسلام په نوم مشکوک سړی چې په پاریس کې د خونړیو حملو په تړاو محاکمې ته حاضر شو، د محکمې په خونه کې پټه خوله پاتې شوی دی.

صلاح نن په بلجیم کې محاکمه کېږي.

هغه د څارنوالانو پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

صلاح د محکمې قاضي ته وویل چې د هېڅ پوښتنې ځواب نه‌ورکوي او زیاته‌یې کړه چې "خاموشي ما مجرم یا جنایت کار" نه‌شي ثابتولائ.

  • پخواني معلومات

د صلاح عبدالسلام په نوم مشکوک سړی چې په پاریس کې د خونړیو حملو په تړاو نیول شوی، نن دوشنبه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې محکمې ته حاضرېږي.

په پاریس کې د ۲۰۱۵ میلادي کال د نومبر په ۱۳مه د کنسرټونو پر یوه لوی صالون، د فرانسې پر ملي لوبغالي، رسټورانټونو او کلبونو وسله‌والو حملو ۱۳۰ تنه ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل.

د حملو مسؤلیت داعش اخیستی و.

دا اول وار دی چې په پاریس کې د حملو په تړاو د مشکوکو کسانو علني محاکمه پیلېږي.

صلاح عبدالسلام ۲۸ کلن، په اصل کې د مراکش او د بلجیم په غریب مېشته سیمه مولمبیک کې ستر شوی دی.

د فرانسې پولیسو د هغه د نیولو لپاره څلور میاشتې عملیات وکړل.

څارنوالان وايي چې عبدالسلام له هغو کړیو سره چې په پاریس او تر هغه وروسته‌یې په بلجیم کې خونړۍ حملې وکړې، تړاو لري.