د غزني سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې تېره ورځ د عملیاتو پرمهال ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
د دغه ولایت امینه قوماندان مل پاسوال محمد زمان نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د افغان ګډو ځواکونو د نبرد آهنین په نوم په دغو پوځي عملیاتو کې چې هوايي ځواک يې هم ملتیا کوله، د وسله والو طالبانو یو شمېر موټرونه او سپکي او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
نوموړی وايي چې د یادو عملیاتو پرمهال ۲ افغان سرتېري هم ټپیان شوي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په غزني کې د نبرد آهنین په نوم پوځي عملیات له تېرې څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف پیل شوي دي.