په جرمني کې د حکومت جوړولو لپاره د یوه ائتلاف پر سر مهمې خبرې نن دوشنبې ته وغځېدې.
مرکچیانو د خبرو لپاره د فبرورۍ تر ۴ مې وخت درلود، خو پاتې راغلل.
د سوسیال ډموکرات ګوند سکرتر جنرال لارس کلینګبیل ویلي، دواړو لورو موافقه وکړه چې نن سره خبرې وکړي.
د عامه پالېسۍ په برخه کې ځيني مسایل شته چې دواړه ګوندونه ورباندې نهجوړېږي، خو په ځینو نورو برخو کې سره جوړ شوي دي.
د صدراعظمې انګلا مرکل محافظهکار ګوند او منځني کيڼ اړخي سوسیال ډموکرات ګوند د بیا ځلي انتخاباتو د نهترسره کېدو په هیله، د ائتلاف په کولو سره د نوي حکومت جوړولو په لټه کې دي.
که چېرته احتمالاً انتخابات وشي، ښي اړخي به یو ځل بیا په پارلمان کې ډېرې څوکۍ وګټي.