د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، په تخار کې د یوې ښځې د صحرايي محاکمې او د هغې د وهل ټکولو په تور اووه تنه نیول شوي دي.
د دې ادارې ویاندې منیرې یوسفزاده نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، نیول شوي ټول د دې ښځې د کورنۍ غړي دي او اوس د تخار مرکز تالقان ښار ته انتقال شوي دي.
په وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې یوه وېډیو ښکاره کېدله چې پهکې خلک یوه ښځه ښکنځي او بیا یې په لرګیو وهي.
افغان چارواکي وایي، دا ښځه اوس په امن کې ده او ژر به د تخار مرکز ته انتقال شي.
د تخار د والي ویاند سنتالله تیمور له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دا پېښه د چاهاب ولسوالۍ په رباط کلي کې د قوس په میاشت کې شوې وه.