د جنوبي کوریا د یووالي د چارو وزارت وايي، ټاکل شوې چې شمالي کوریا په روانه اوونۍ کې دې هېواد ته یو جګپوړی پلاوی واستوي.
د جنوبي کوریا د یووالي وزارت وايي چې د شمالي کوریا د خلکو د عالي شورا د مشر کېم یونګ-نام په مشرۍ پلاوی به د جمعې په ورځ د یو درې ورځني سفر په مقصد سیول ته ورسېږي.
شمالي کوریا چې کېم جونګ اونیې مشري کوي، په پام کې لري چې په سیول کې د سږني ژمني المپیک لوبو ته خپل ۲۲ لوبغاړي واستوي.
دا لوبې د فبروري په نهمه نېټه پیلېږي.
د شمالي او جنوبي کوریا اړیکې د شمالي کوریا د اټمي وسلو او بالیسټیک توغندیو د پروګرامونو له کبله له څو کلونو راهیسې سخت کړکېچن دي.