ولسمشر اشرف غني تېره شپه د کابل لسمې امنیتي حوزې ته ولاړ او د پولیسو د ستونزو او د کورني وضعیت پوښتنهیې وکړه.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي چې افغان ولسمشر د ترورېستي ډلو، جنایتکارو بانډونو، زورواکو، سړي تښتوونکو او د مخدره موادو د قاچاقبرانو په وړاندې د کابل ښاریانو د امنیت د ټینګولو په چاره کې د پولیسو د لسمې حوزې چارواکو ته سپارښتنه وکړه او په دې برخه کې د خلکو همکاري یې مهمه وبلله.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل د امنیت پر نوې طرحې پرون د وسلهوال پوځ د اعلی قوماندانۍ په غونډه کې بحث وشو.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي چې په دې طرحه کې د امنیتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ، د کشفي، استخباراتي فعالیتونو د پیاوړتیا او په امنیتي سکټور کې د هر اړخیزو اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار شوی.