د اوکراین په پلازمېنه کیف ښار کې پرون زرګونه کسانو په یوه مظاهره کې د ولسمشر پترو پروشنکو د استعفا غوښتنه وکړه.
پولیس وايي، په دې مظاهرو کې چې د اپوزېسیون د سیاستوال میخیل سااکاشویلي په مشرۍ د نويو ځواکونو د غورځنګ لهخوا وشوې، شااوخوا دوه نیم زره کسانو برخه اخیستې وه، خو سیمهییزو رسنیو د اعتراض کوونکو شمېر پنځه زره ښودلی.
میخیل سااکاشویلي مظاهرهچیانو ته د وینا پر مهال وویل چې دا مظاهره د فاسد سیستم د لهمنځه تلو او د پروشنکو د استعفا لپاره د کمپاین پیل دی.
اعتراض کوونکو په یوه پرېکړهلیک کې د روانې فبروري میاشتې په ۱۸مه په ټول اوکراین کې د پراخو لاریونونو غوښتنه وکړه.
د دې مظاهرې د امنیت لپاره شااوخوا دوه زره پولیس پرسونل ته د امنیت د ټینګولو دنده سپارل شوې وه.