- ډېلي مېل
ډېلي مېل په یوه مقاله کې د سراجالدین په نوم د یوه ځوانکي چې په کابل کې د انټرنټ له لارې د خلکو د خریدارۍ مواد هغوی ته رسوي، کیسه کړې چې په یوه برخه کې یې لیکل شوي:
په کابل کې د هغو کسانو شمېر چې پر انټرنټ خرید یا سودا کوي د زیاتېدو په حال کې دی او هغه کسان چې خلکو ته د اخیستل شویو توکو بستې لېږدوي، د امنیتي پوستو او د تلاشۍ د ځایونو له زیاتېدو سر ټکوي.
انتحاري حملې او بمي چاودنې د نورو خلکو په څېر هغوی ته هم یوه لویه ستونزه ده.
له دې امله، د ډېلي مېل په وینا، سراجالدین هر وخت د بستو په رسولو کې ناوخته کېږي او په پایله کې یې مجبور دی چې د هغو کسانو غوصې وزغمي چې د خپلو اخیستلو توکو بستې ته ساعتونه انتظار باسي.
دې ۲۴ کلن ځوان ویلي، سړی نهپوهېږي چې په کابل کې له یوې سیمې تر بلې د رسېدو لپاره څو ساعته په لاره کې بند پاتې کېږي.
- ګارډین
ګارډين ورځپانې د «د بېګر پکچر» تر سرلیک لاندې په یوه مقاله کې د عکاسۍ یوې پروژې ته کتنه کړې چې د افغانستان په بحران کې د خلکو د ورځني ژوند د سختو شېبو ثبتول دي.
مقاله د هرات د نجونو د یوه ښوونځي تر عکس لاندې خپره شوې چې پولنډۍ عکاسې مونیکا بلج په ۲۰۰۹ میلادي کال کې اخیستی و او د «افغانستان پټه رڼا» په نوم خپور شوی و.
دا عکس مونیکا بلج په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته، د نجونو د تعلیم پر لاره د پرتو ستونزو د بربنډولو لپاره اخیستی و.
ګارډین لیکلي:
دا یو ډول بری دی چې ډېرې نجونې په دولتي ښوونځیو کې زدهکړه کوي، خو په ډېرو سیمو کې نجونې تهدیدېږي، حملې پرې کېږي او حتی کله چې هغوی له ښوونځیو فارغېږي، په داسې ټولنه کې به کار ته مجبورې وي چې د نارینهوو په واک چلېږي او هغه جګړه چې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو سره باید ختمه شوې وی، د شدت پر لور روانه ده.
مونیکا بلج د نړۍ په هغو ۵۳ عکاسانو کې ده چې له افغانستان تر سېرالیونه د نړۍ په بېلابېلو جګړه او بحران ځپلو ټولنو کې د ورځني ژوند د کړاونو په اړه عکسونه اخلي.
دا عکاسان هغو ټولنو ته ځي چې تشدد روان دی یا جګړه پای ته رسېدلې، خو د وګړو پر روح او ذهنیې زخمونه لا تازه پاتې دي.