تمه ده دری عیسوي مذهبه ایرانیان نن محکمې ته حاضر شي

تمه ده دری عیسوي مذهبه ایرانیان نن د دغه هېواد انقلابي محکمې ته حاضر شي.

کشیش ویکتور بت تمرز، امین افشار نادري او هادي عسکري دری عیسویان دي چې

د ۲۰۱۷ کال محکمې د حکم په وړاندې استېناف غوښتنه وکړي.

دوی عیسویت ته د تبلیغ په خاطر په لسو کلونو بند محکوم شوي.

له دې ډلې امین افشار نادري مقدساتو ته د سپکاوي په جلا جرم په پنځو کلونو اضافي بند هم محکوم شوی دی.

تورن کسان د منصفه پلاوي، مدافع وکیلانو او ډېری وخت د شواهدو په نشتوالي کې په داسې حال کې محاکمه کېږي چې اعترافات یې په وهل ټکولو کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې څلورو رپوټ ورکوونکو له ایران غوښتي چې د یادو دریو کسانو دوسیو ته شفافه رسیدګي او عدالت تضمین کړي.

د ملګرو ملتونو د سازمان دغو خاصو رپوټ ورکوونکو ویلي چې دا درې کسان نړیوالو قوانینو ته د ایران د مکلفیتونو په خلاف تورن شوي او زندان ته لویدلي دي.