ټرمپ: د جمهوري غوښتونکو یادداشت راته کامله بریا راکوي

د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ وايي، د ده د انتخاباتي کمپاین او روسیې تر منځ د اړیکو د څېړنې په باب د «اف. بي. ای» د واک د سو استفادې په اړه د کانګرس د جمهوري غوښتونکو یادداشت ده ته بشپړ بری ورکوي.

هغه پرون شنبه ناوخته په دې اړه ټوېټ وکړ.

ټرمپ په خپل ټوېټ کې وویل چې دا یاداشت هغه ته کامله بریا ورکوي، خو لا هم له روسیې سره د اړیکو لرلو لانجمنې څېړنې چې دی ورته د "شیشکې ښکار" وايي، دوام لري.

د کانګرس جمهوري غوښتونکو غړو په استخباراتو کمېټه کې تېره اوونۍ دا یادداشت نشر کړ چې وروسته له غبرګونو سره مخ شو.

«اف. بي. ای» یا د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې د کانګرس له خوا د دغه یادداشت له خپرولو سره مخالفت وښود او ویې ویل چې ځینې ناسم معلومات شته چې د یادداشت کره والی اغېزمنوي.

ډموکراټان وايي چې یادداشت د جمهوري غوښتونکو له خوا ایډېټ شوی، څو د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کې د روسیې لاسوهنو ته پاملرنه کمه کړي.

د کانګرس مخکښو ډموکراټو غړو خبرداری ورکړ چې که ټرمپ دا یادداشت د رابرټ مولر د لېرې کولو لپاره یوه پلمه وبولي، قانوني بحران رامنځته کوي.

رابرټ مولر د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین او روسیې تر منځ اړیکې څېړي.