د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، د افغان ځواکونو په یوه هوايي حمله کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل یې سخت ژوبل دی.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، دا هوايي برید تېره شپه په الینګار ولسوالۍ کې شوی دی.
نوموړي زیاته کړه:
"هغوی په سیمه کې د طالبانو د یوه مشهوره قوماندان عثمان ډلې لپاره فعالیت کاوه. "
وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.