د محسود ژغورنې له تحریک سره د پاکستان حکومت ژمنې وکړې

د پاکستان د مرکزي حکومت د کورنیو چارو ریاستي وزیر محمد طلال چوهدري او د قبایلو وزیر غالب خان په اسلام اباد کې د محسود ژغورنې تحریک له مشرانو سره تېره شپه ولیدل.

راپورونه وايي چې دغو وزیرانو اعتراض کوونکو ته ژمنه ورکړه چې د هغوی پر غوښتنو به غور وکړي.

د قبایلو او نورو پښتنو سيمو ځوانانو، مدني او سياسي فعالانو په اسلام اباد کې د نقيب محسود د وژني پرضد له تېرو ۴ ورځو راهیسې په اسلام اباد کې اعتراض ته دوام ورکړی دی.