د پاکستان په سوات دره کې پر یوه پوځي اډه پرون شنبه په انتحاري حمله کې ۱۱ عسکروژل شوي او۱۳ ټپیان شوي دي.
د پاکستان پوځ پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې حمله کوونکی د پوځيانو د ورزش لوبغالي ته ورغلی و او ځان یې په داسې وخت کې چې پوځيانو والیبال کاوه او یوشمېر ملکي خلک یې نندارې ته را غونډ شوي وو، الوځولی دی.
ویل کېږي چې په حمله کې یو منصبدار هم وژل شوی دی.
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي حمله بزدلانه بللې او ویلي يې دي چې په خپل هېواد کې به د ترورېزم وروستی څرک هم له منځه یوسي.