مسکو کې رزګونه کسانو په یوه دولتي کنسرت او لاریون کې ګډون وکړ

د مسکو زرګونه اوسېدونکو پرون شنبه د حکومت له لورې په تنظیم شوی کنسرت او د"مسکو زما په زړه کې دی" په نوم لاریون کې ګډون وکړ.

کرملين ته مخامخ، د پروني لاریون یو هدف دا و چې د ستالینګراد په جګړه کې د روسیې د بري ۷۵ مه کلیزه ولمانځل شي.

د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال، د ستالینګراد په جنګ کې تر یو ميلیون زیات وګړي وژل شوي وو چې د جمعې په ورځ یې د ۷۵ یمې کلیزې په مناسبت په مراسمو کې، د روسیې ولسمشر ګډون کړی و.

په مسکو کې د پروني لاریون بل هدف د هغو روسي ورزشکارانو هڅول و چې د ژمني المپیک په نړیوالو سیالیو کې به چې د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې کېږي، ګډون کوي.

د پولیسو په اټکل په پروني لاریون کې ۶۰ زره کسانو برخه درلوده.

د لاریون په سیمه کې ستر مونيټرونه لګول شوي وو، د روسیې د پوځ او سمندري ځواکونو د فعالیت او په سوریه کې د روسیې د پوځي عملیاتو نندارې او ملي سندرې یې خپرولې.

روسي ورزشکاران په مکرر ډول د ډوپنګ يا د داسې کیمیاوي موادو د استعمال له امله چې د المپیک نړیوالې کمېټې بندیز ورباندې لګولي، تر بندیزنو لاندې دي.

له دې امله به د سیول په سیالیو کې د روسي ورزشکارانو ډله د خپل هېواد د بیرغ د لېږدولو حق نه لري.

په مسکو کې یوشمېر لاریون کوونکو چې له دې مسئلې خوابدي دي، پرون د "هغه ورزشکاران چې بیرغ نه لري، وطن نه لري" شعارونه لېږدول.

دلاریون یوې ګډونوالې سویتلانا اندروس د روېټرز خبري اژانس خبریال ته وویل:

"هېڅ کار په یوه وار نه کېږي، پروا نه لري، موږ به له دې ستونزې هم ځان اوباسو، موږ په هرحال کې دخپل هېواد ملاتړ کوو."

د روسیې په نورو ښارونو کې هم د ورته خو کوچنیو لاریونونو خبرورکړ شوی دی.