روسیې تأيید کړه چې یوې پوځي الوتکې یې په سوریه کې سقوط کړی

د روسیې دفاع وزارت پرون شنبه تأيید کړه چې یوې پوځي الوتکې یې په سوریه کې سقوط کړی او پيلوټ یې وژل شوی دی.

د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د الوتکې پېلوټ تر سقوط مخکې له الوتکې ځان غورځولی و او د هغو وسله والو پرضد د مقاومت په وخت کې وژل شوی چې د بشارالاسد د رژیم پر ضد جنګېږي.

په بیان کې ویل شوي چې ابتدايي نښې څرګندوي چې الوتکه يې په مزائیل ویشتل شوې ده.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې چې له لندنه فعالیت کوي، ویلي چې د بشار الاسد د رژیم مخالفو وسله والو د په شمال ختیځ ولایت ادلب کې یوه «Su – ۲۵» الوتکه ویشتې ده.

د دوو ماشینونو دا ډول پوځي الوتکې، د جګړې په ډګر کې د پوځي مرستو لپاره کارول کېږي چې یو پیلوټ لري.

د دې پېښې مسؤلیت د هیئه تحریر الشام وسله والې ډلې اخیستی او ویلي یې دي چې الوتکه یې په مزائیل ویشتې ده.