ملګري ملتونه: شمالي کوریا ځیني ممنوعه توکي څو هېوادونو ته استولي

د ملګرو ملتونو یو راپور ادعا کوي چې شمالي کوریا په ۲۰۱۷ کال کې ځیني ممنوعه توکي له نړیوالو بندیزونو سره سره د روسیې او چین په ګډون څو هېوادونو ته استولي او له دې درکه یې دوه سوه میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د متخصصینو د یوه پلاوي په راپور کې چې پرون جمعه د امریکایي رسنیو لاسته ورغلی، ویل شوي چې پیونګیانګ د ډبرو سکاره، وسپنه، فولاد او نور داسې توکي چې ملګروملتونو یې د دغه هېواد له خوا پر صادراتو بندیز لګولی، لېږلي او د ملګرو ملتونو بندیزونه یې نقض کړي دي.

دغه پلاوی وایي چې د ډبرو سکرو په کښتیو کې له بېلابېلو لارو روسیې، چین، مالیزیا، جنوبي کوریا او ویتنام ته صادر شوي دي.

دغه بارونه عمدتاً په جعلي اسنادو چې ښیي د اخيستلو اصلي ځایونه یې روسیه او چین دي، صادر شوي دي.

د ملګرو ملتونو پلاوی له یوې کښتۍ بلې کښتۍ ته د نفتي تولیداتو د انتقال موارد هم ارزولي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال کې د یو شمېر پرېکړه لیکونو په تصویب سره پر شمالي کوریا بندیزونه پراخ کړل، څو دغه هېواد ونشي کولای د دې ډول صدراتو له عوایدو څخه د خپل اټمي او توغندویي پروګرام په پیاوړي کېدو کې ګټه واخلي.