افغان ولسمشر وایي، د سولي د خبرو د څرنګوالي په اړه باید بحث وشي.
دا خبره ولسمشر اشرف غني نن شنبه د افغانستان د سولي د عالي شورا په عمومي غونډه کې د ګډون پر مهال وکړه. نوموړی وایي، د هغو کسانو پر وړاندې چې افغانان وژني، د سولي دروازه تړلې او غچ ورڅخه اخيستل کېږي.
ښاغلي غني وویل:
"دې کې دې شک نه وي چې موږ د انتخاب دوه لاري ته رسېدلي یوو، د شهیدې ملالۍ پر سړک حمله پر څو تنو حمله نه، بلکې پر ټول افغان ولس حمله وه او په دې سره دوی د هراړخیزې جګړې او د افغان ولس پر وړاندې د جنګ اعلان و، دوی نور ددې ټولنې غړي نه دي، خطونه واضح شول، هغه څوک چې پخلاینه او سوله نه مني، بې سولې یې موږ ګټو."
ولسمشر غني د تېري اوونۍ خونړۍ پېښه د امریکا د سپټمبر د ۱۱مې د برید سره برابره وبلله.
دی وایي، دوه هدفه دي چې هم باید جګړه وګټل شي، ځکه د هغو کسان په وړاندې چې افغانان وژني، له جګړې پرته بله لار نشته او هم باید تل پاتې سوله ترلاسه شي، ځکه دا د خلکو غوښتنه ده.
د ولسمشر په خبره، همدې اهدافو ته د رسېدو لپاره اړینه ده چې د افغانستان اوسنی وضعیت تحلیل شي او د سولې یو جامع تعریف وړاندې شي.
په همدې غونډه کې د سولي د عالي شورا مشر عبدالکریم خلیلي هم ټینګار وکړ چې جګړه د افغانستان د بحران د هواري لاره نه ده.