د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، د پراختیايي پروژو د سروې، ډيزائن او تدارکاتي چارو مراحل يې پېل کړي دي.
د دغه وزارت ویاند مهدي روحاني نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه وزارت هڅه کوي څو د ژمي د فصل تر پای رسېدو پورې د پراختیايي پروژو يادې چارې پای ته ورسوي او په مختلفو ولایتونو کې یې عملي چارې پیل کړي.
ښاغلی روحاني وايي، په دغو پروژو کې د سړکونو جوړول، د اوسپنې پټلۍ او د لویو او ولایتي سړکونو جوړول شامل دي.
نوموړی وايي، د دغو پروژو په پلې کېدو سره به ولسوالۍ له ولایتونو او مرکز او له همدې لارې به هېواد له سیمې سره وصل شي.