د افغانستان ملي بودجه د سیمې په کچه دوهمه شفافه بودجه ګڼل شوې

د مالیې وزارت چارواکي وايي، د افغانستان ملي بودجه د بودجې د نړیوال مشارکت سازمان لخوا د سیمې په کچه دوهمه شفافه بودجه وګڼل شوه.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحمیزي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه مقام افغانستان ته د هېواد په ملي بودجه کې د شفافیت او اصلاحاتو پر بنسټ ورکړل شوې ده.

"کومه سروې چې په ۲۰۱۷ کال کې د دغه سازمان له لورې ترسره شوې ده،دوی په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کلونو کې د سیمې د هېوادونو بودجې ارزولي چې له مخې یې افغانستان د سیمې په کچه دویم مقام خپل کړی."

ښاغلی عبدالرحیمزی وايي، د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکيمي د بودجې د نړیوال مشارکت سازمان د دغه سروې په غونډه کې چې په دې وروستیو کې د نړیوال بانک په مرکزي دفتر امریکا کې ترسره شوه د نړۍ د نورو هېوادونو د وزیرانو سره ګډون درلود.

د افغانستان د ماليې وزارت وایي، د دغه سروې له مخې نیپال د بودجې د نړیوال مشارکت سازمان لخوا لومړی مقام خپل کړ.