تمه ده د کابل امنیتي طرحه سبا ولسمشر غني ته وسپارل شي

تمه ده چې د کابل امنیتي طرحه سبا ولسمشر اشرف غني ته وسپارل شي.

ښاغلي غني پرون په ارګ کې په دې اړه وویل:

"د یکشنبې په ورځ به زموږ ټول امنیتي او دفاعي چارواکي د کابل سراسري امنتي پلان ماته وړاندې کړي."

پر دې طرحې په کابل کې له خونړیو بریدونو وروسته کار شوی.

د جنورۍ پر شلمه ناوخته پر انټرکانټننټال هوټل په حمله کې تر شلو ډېر کسان ووژل شول.

یوه اوونۍ وروسته تر دې پر امبولاسن د جمهوریت روغتون مخته د موټر بم چاودنه وشوه چې تر سلو ډېر کسان پکې ووژل شول او تر دوه سوه دیرش ډېر ټپان شول.

دوې ورځې وروسته تر دې بیا وسله والو په کابل کې د یوسل او یولسمې فرقې پر یوه کنډک حمله وکړه چې د ملي اردو یوولس سرتیرې یې ووژل.