د امریکا متحدو ایالتونو پر شپږو کسانو او اوو هغو تجارتي شرکتونو بندیز ولګاوه چې د لبنان له حزب الله ملېشه ډلې سره ارتباط لري.
د امریکا خزانې وزیر سټیفن منوچین پرون وویل، دا بندیزونه پر حزب الله ډلې د راتلونکي کال د وارېدونکو فشارونو لومړۍ څپې دي.
منوچین زیاته کړه چې د هغو شبکو پرضد به په ټوله نړۍ کې سختې هلې ځلې وشي چې حزب الله ډلې ته مالي امکانات برابروي.
حزب الله یو پوځي او سیاسي ګوند دی چې د لبنان په پارلمان کې هم استازي لري او د ایران متحد دی.
د امریکا متحدو ایالتونو او یوشمېر سني عرب هېوادونو دا ګوند په سیمه کې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی دی.