د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د امریکا د متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس په ټلیفوني مکالمه کې ډاډ ورکړی چې له ترورېزم سره په مبارزه کې د امریکا پوځ د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی.
ښاغلي غني پرون جمعه پر خپل ټویټر ولیکل چې مایک پنس ته یې څرګنده کړې چې په امنیتي ادارو کې د اصلاحاتو له لارې د سولې او جګړې ګټلو ته کلک تعهد لري.
غني له مایک پنس سره د خپلو ټلیفوني خبرو په اړه په یوه بل ټویټ کې ویلي چې "په کابل کې وروستۍ تروریستي حمله د افغانستان لپاره پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي حملې په څېر وه."
د کابل ښار په زړه کې د تېرې شنبې په ورځ په انتحاري حمله کې لس ګونه کسان ووژل او زخمیان کړل.